د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان پروګرام پخوانۍ مسوولې لیا خان ویلي چې د واشنګټن د بشري مرستو بندېدو نه یوازې طالبان کمزوري کړي نه دي، بلکې بشري ناورین یې ژور کړی او په غیرمستقیم ډول یې د هغوی واکمني ټینګه کړې ده.

دغه پخوانۍ چارواکې څرګنده کړې چې د امریکا حکومت د تېر کال په اپریل کې له افغانستان سره ۵۶۲ میلیونه ډالره بشري مرستې بندې کړې، چې د هغه مهال د ټولو نړیوالو مرستو ۳۶ سلنه کېدې. دې پرېکړې په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره خواړو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی خورا سخت کړی دی.

لیا خان په لافر وېب‌پاڼه کې په خپره شوې مقاله کې لیکلي چې د مرستو پراخ بندیز او د ښځو ځپلو د طالبانو واک پراخ کړی دی. د هغې په وینا، ټاکل شوې وه تر شپږ میلیونه ډېر افغانان له دغو پروګرامونو ګټه واخلي، خو اوس تر ۱۵ میلیونه زیات کسان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او ۳٫۴ میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخامخ دي.

هغې د ملګرو ملتونو راپورونو ته په اشارې ولیکل چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګواښ ۴۰ سلنه لوړ شوی دی، خو د مرستو درېدو هغوی لا زیانمنې کړې دي.

د معلوماتو له مخې، د مرستو په درېدو سره د میندو او ماشومانو د روغتیايي خدمتونو ۸۸ سلنه بودیجه له منځه لاړه او تر ۴۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه وتړل شول. همدا راز په لیرې پرتو سیمو کې د کورنۍ څه باندې ۱۵۰ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه درېدلي دي.

لیا خان زیاته کړې چې د نوزېږو ماشومانو د مړینې کچه په ننګرهار کې ۶۰ سلنه او په فراه کې ۱۳۳ سلنه زیاته شوې ده. د دې ترڅنګ د ښځو تر مشرۍ لاندې نږدې ۴۰ سلنه بنسټونو مالي سرچینې له لاسه ورکړې او د ښځو د نږدې نیمایي پناه ځایونو مرستې بندې شوې دي. هغې له امریکا غوښتي چې پر دې تګلاره بیا کتنه وکړي.

سرچینه: لافر وېب‌پاڼه

🌐

Author