د انوېډيا د چيپ جوړولو د مشهور شرکت ونډې د دوشنبې په ورځ اجرائيه رياست ته د جېنسن هوانګ له بېرته راستنېدو وروسته ۳۱٫۵ سلنه لوړې شوې.

د دغه شرکت مديره پلاوي د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فشار او د امنيتي اندېښنو له بيا ارزونې وروسته، د هوانګ د لېرې کولو په اړه خپله پخوانۍ پرېکړه بېرته واخيسته. هوانګ د نوامبر پر ۱۲مه له يوې داسې مېرمنې سره د اړيکې د تورونو له راپورته کېدو وروسته استعفا کړې وه چې پر چين ته پر جاسوسۍ تورنه ده. نوموړي د واده بهر اړيکه منلې وه او بښنه يې غوښتې وه.

د انوېډيا مديره پلاوي پخوا د هغه بېرته راتګ رد کړی و، خو د دوشنبې په ورځ يې اعلان وکړ چې له هوانګ سره تر څو غونډو او له امريکايي چارواکو د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته دې پايلي ته ورسېدل چې د هغه شتون ملي امنيت ته ګواښ نه دی.

دا پرېکړه د ډونالډ ټرمپ له لاسوهنې وروسته وشوه. د امريکا ولسمشر پر ټولنيزو رسنيو د هوانګ د بېرته راتګ هرکلی وکړ او دا يې سمه پرېکړه وبلله. نوموړي سي‌اېن‌بي‌سي شبکې ته وويل چې د هوانګ د بېرته راوستلو لپاره يې د انوېډيا د مديره پلاوي له غړو سره خبرې کړې وې.

د راپورونو له مخې، د انوېډيا د ونډو دې زياتوالي د شرکت د بازار ارزښت ته نږدې يو تريليون ډالر ورزيات کړل او د نورو ټکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتيا شرکتونو د ونډو د ودې سبب هم شو. ورسره د نزدک شاخص ۶٫۵ سلنه او د اېس انډ پي ۵۰۰ شاخص ۴٫۷ سلنه لوړ شول.

سره له دې، د انوېډيا پر دې پرېکړې د امريکا د دواړو ګوندونو ځينو قانون جوړونکو نيوکې کړې دي. هغوی د امنيتي پايلي او د انوېډيا پرمختللو چيپونو ته د چين د احتمالي لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ټاکل شوې ده چې هوانګ د ډسمبر پر ۳مه د امريکا د سنا د بانکدارۍ کمېټې ته د انوېډيا د فعاليتونو او چين ته د پرمختللو چيپونو د صادراتو په اړه معلومات او شهادت وړاندې کړي.

سرچینه: سي‌اېن‌بي‌سي

🌐

Author