په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ویلي، چې پوځي تګلاره د اسلاماباد او طالبانو حکومت ترمنځ د شخړو حللار نه ده. هغه ټینګار کړی چې دواړه لوري باید خپلې امنیتي اندېښنې د خبرو اترو، سیاسي تعامل او اقتصادي همکارۍ له لارې حل کړي.
ښاغلي خان له پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې د امنیتي ستونزو د هواري هڅې وروسته له هغه ودرېدې چې پاکستان بېرته پوځي چلند غوره کړ. نوموړي څرګنده کړه چې د ټيټيپي او بياېلای د فعالیتونو په څېر امنیتي مسئلې باید له طالبانو سره د جوړونکې تګلارې له مخې وڅېړل شي.
دغه پخواني ډیپلوماټ زیاته کړه چې دواړو لورو مخکې د یوه داسې ګډ امنیتي چوکاټ په اړه بحثونه کړي وو چې عملي بڼه ولري خو وروستۍ هوکړې ته ونه رسېدل. د ده په خبره، ترکیې، قطر، سعودي عربستان او چین هم د دواړو خواوو د لیدلورو د نږدې کولو لپاره هلې ځلې کړې دي.
خان وړاندیز وکړ چې یو ګډ استخباراتي میکانیزم جوړ شي ترڅو د ترهګریزو طرحو په اړه باوري مالومات په چټکۍ سره شریک کړای شي. هغه وویل چې پاکستان باید د طالبانو حکومت امنیتي اندېښنې هم په پام کې ونیسي او د دغه میکانیزم له یو تر دریو کلونو پلې کېدل د باور فضا رامنځته کولای شي.
د پاکستان پخواني سفیر د سرحدي لارو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې د لارو بندېدو د خلکو ستونزې ډېرې کړې دي. د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه چې له ۳ تر ۷ میلیارد ډالرو پورې ظرفیت لري، اوس شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې او د سوداګرۍ یوه برخه ایران او نورو هېوادونو ته بدله شوې ده.
منصور احمد خان ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو څو لسیزې اوږدې شخړې په پوځي اقداماتو نه هوارېږي او عملي ګامونو ته اړتیا لري. دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ اړیکې د سرحدي نښتو او لارو د بندېدو له امله ترینګلې دي.
سرچینه: پاکستانۍ رسنۍ
🌐