د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر دینمحمد حنیف د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره په لیدنه کې وغوښتل چې د اقتصادي بندیزونو پای ته رسولو او د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو لپاره هڅې وکړي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، د بشردوستانه او پراختیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د ملګرو ملتونو پر پروګرامونو خبرې وشوې.
د طالبانو د اقتصاد وزیر وویل چې د بندیزونو لرې کول او د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ته لاسرسی کولی شي د سوداګرۍ، پانګونې او کارموندنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدو ته په اشارې څرګنده کړه چې د بېوزلۍ، وچکالۍ او پېښو ترڅنګ د راستنېدونکو کورنیو لاسنیوی نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.
دینمحمد حنیف ټینګار وکړ چې د نړیوالې ټولنې پام باید یوازې پر بېړنیو بشري مرستو محدود پاتې نه شي، بلکې دوامداره پراختیایي پروژو او اقتصادي ځانبسیاینې ته واوړي.
د دغه وزارت په وینا، د یوناما مشرې د همغږۍ پر پراختیا خوښي وښوده او د بشري مرستو پر دوام، د خصوصي سکټور پر ملاتړ او تخنیکي همکاریو یې ډاډ ورکړ.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا ۹٫۵ میلیارده ډالره شتمني د امریکا او نورو لورو له خوا وتړل شوه.
سرچینه: د طالبانو د اقتصاد وزارت
🌐