د اسلامي همکاريو سازمان د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه سازمان په ځانګړي ډول د هغوی د زده‌کړې او کار پر بنسټیزو حقونو ټينګار وکړ.

دغه بنسټ د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره د ښځو د کرامت، حقونو او هوساینې د ساتنې او د هر ډول تاوتریخوالي پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه خپله ژمنه تازه کړې ده.

د اسلامي همکاريو سازمان په وينا، نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په فلسطين، سوډان او د افريقا په ساحل سيمو کې هم چې له جګړو، اشغال او بشري ناورينونو سره مخ دي، د ښځو وضعيت د اندېښنې وړ دی.

د دغه سازمان عمومي منشي اسماعيل بن شيخ احمد د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی د انساني کرامت ښکاره سرغړونه وبلله او ويې ويل چې د دې ښکارندې مخنيوی یو اخلاقي ضرورت او ټولنيز مسووليت دی.

نوموړي سازمان له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د قانوني ملاتړ په پياوړتيا، د سرغړونکو د معافيت په پای ته رسولو او له زيانمنو شويو کسانو په ملاتړ سره د عادلانه او سوله‌ييزو ټولنو د رامنځته کولو زمینه برابره کړي.

د اسلامي همکاريو سازمان تر دې وړاندې هم څو ځله د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار لګول شوي بنديزونه لغوه کړي او دا چاره د هغوی د اساسي حقونو خلاف بولي.

سرچینه: د اسلامي همکاریو سازمان اعلامیه

🌐

Author