په خوست او تخار ولایتونو کې د طالبانو سيمهييز چارواکي وايي چې د دوو ترافیکي پېښو له امله لږ تر لږه دوه کسان مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.
په خوست کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند طاهر احرار وويل چې د قلندر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه فلانکوچ موټر د اوښتو له امله یو کس مړ او څلور نور ژوبل شول.
د خوست د امنیه قوماندانۍ د ویاند په وینا، دا پېښه د قلندر ولسوالۍ په کوتکي سيمه کې شوې او مړی او ټپيان روغتون ته وړل شوي دي. هغه د پېښې لامل تخنیکي ستونزه بللې ده.
بل خوا، په تخار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ويلي چې د کلفګان ولسوالۍ په سيمه کې د يوه خليجي موټر د اوښتو له امله يو کس مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.
د تخار سيمهييزو مسؤلانو ویلي چې ياده پېښه د ډبرو سکرو د کان په سيمه کې شوې او علت يې د موټر چلوونکي بېاحتیاطي ښودل شوې ده.
په افغانستان کې هر کال ترافیکي پېښې د سلګونو کسانو ژوند اخلي، چې لاملونه يې د سړکونو خرابوالی، بېاحتیاطي او د ترافیکي نښو نشتوالی ګڼل کېږي.
سرچینه: د طالبانو سیمهییز چارواکي
🌐