د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د ښځینه مرستندویانو پر کار د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه وکړه ترڅو اړمنو مېرمنو او نجونو ته مرستې ورسېږي.دې ادارې ټینګار وکړ چې په ساحه کې د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته د مېرمنو اړتیاوې په سمه توګه نه شي ارزول کېدای.ملګرو ملتونو وویل چې د ښځو پر کار بندیزونه د بشري بحران په شرایطو کې مېرمنې او نجونې له سختو خطرونو سره مخ کوي.#بشري_مرستې #ملګري_ملتونه #مېرمنې #افغانستان🌐

Author