حمدالله فطرت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کونړ ولایت د مرکز اړوند په اندیرسیر سیمه کې د کان کیندنې شرکتونو د چاودېدونکو توکو په زېرمه کې چاودنه شوې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې اووه کسان وژل شوي او ۹۹ نور ټپیان دي.په اعلامیه کې راغلي چې د چاودېدونکو توکو په ساتنه کې بې غوري د دې پېښې لامل شوې او د نورو جزییاتو لپاره څېړنې روانې دي.سیمه ییز چارواکي وايي ډېری قربانیان ماشومان دي او یو شمېر ټپیان د ننګرهار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.#کونړ #چاودنه #ننګرهار #افغانستان🌐
په کونړ کې د کان کیندنې په زېرمه کې چاودنې مرګ ژوبله واړوله