د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي چې ۳۴۵ افغان کډوال په پاکستان کې د یوې یا دوو میاشتو بند تیرولو وروسته خوشې شوي دي.
دغه کسان د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راغلي او له نوم لیکنې او لومړنیو مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.
پاکستاني پولیس تل افغان کډوال د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیسي، چې دا لړۍ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو په خرابیدو سره چټکه شوې ده.
د بشري حقونو ادارو په وار وار د افغان میرمنو او ماشومانو د نیولو د بندیدو غوښتنه کړې چې د کډوالو د ملاتړ ادارو اندیښنې یې پارولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم طالبانو د پاکستان او عراق له بیلابیلو زندانونو څخه د سلګونه افغانانو د خوشې کیدو خبر ورکړی و.
په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت لا هم د اندیښنې وړ دی او پر هغوی سختۍ زیاتې شوې دي.