په تورنتو کې مېشتو افغانانو د طالبانو د مخالف جنرال، اکرام الدین سریع لپاره د غیابي جنازې مراسم ترسره کړل. ګډونوالو د هغه روح ته دعا وکړه او د هغه د کړنو یادونه یې وکړه. د مراسمو ګډونوالو د خپلو موټرو پر سر د هغه عکسونه او ملي بیرغونه لګولي وو.
جنرال سریع چې د پخواني پوځ یو له مطرحو قوماندانانو څخه و، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د مقاومت په لیکو کې فعال و. په کاناډا کې د هغه پلویانو د دې مراسمو په ترڅ کې د هغه مبارزه وستایله او ژمنه یې وکړه چې د هغه لاره به تعقیبوي
.دا مراسم په داسې حال کې ترسره کیږي چې په بهرنیو هېوادونو کې افغان ډیاسپورا وخت ناوخت د افغانستان د سیاسي او پوځي شخصیتونو په یاد غونډې جوړوي. د تورنتو په واټونو کې د ملي بیرغونو رپېدل د افغانانو ترمنځ د یووالي او همبستګۍ نښه وه
.#تورنتو #کاناډا #اکرام_الدین_سریع #جنازه #افغانان #مقاومت #ملي_بیرغ #دیاسپورا #خبرونه