تحریک طالبان پاکستان (TTP) په خپل کلني راپور کې ادعا کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې یې ټول ۳۵۷۳ بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۳۸۱۸ پاکستاني امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

دا کال د پاکستان لپاره په تیره یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی کال بلل شوی او د پاکستان حکومت لا غبرګون نه دی ښودلی.


د دې راپور له مخې، خیبر پښتونخوا د دغو بریدونو اصلي مرکز و او د پاکستان پوځ د ۳۸۶۷ وژل شویو او ټپیانو په لرلو سره تر ټولو زیات زیان لیدلی دی.

ټي ټي پي دا ادعا هم کوي چې سلګونه نور ټپیان شوي او ګڼ شمیر پوځي تجهیزات او موټر د دغې ډلې د وسله والو لاس ته ورغلي دي.


تر ټولو زیات بریدونه په اګست میاشت کې ثبت شوي او شمالي او جنوبي وزیرستان، بنو او ډیره اسماعیل خان د سختو نښتو شاهدان وو.

په بریدونو کې چاودنې، ډله ییز بریدونه، موټر بم او لیزري بریدونه شامل وو چې بلوچستان او پنجاب ایالتونه هم ترې خوندي نه وو پاتې.

پاکستان #تحریکطالبان #امنیت #خیبرپښتونخوا #ترهګریزبریدونه #پاکستانيپوځ #ټيټيپي #وزیرستان #امنیتيراپور #تاوتریخوالی

Author