د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په یو نوي فرمان کې د والیانو او امنیتي قومندانانو په ګډون د دغې ډلې ۱۵ چارواکي په نویو دندو ګمارلي دي. په دې بدلونونو کې د جوزجان او بامیانو پخوانیو والیانو، ګل حیدر شفق او عبدالله سرحدي خپل ځایونه سره تبادله کړي دي.
په دغو ګمارنو کې په سرپل، لغمان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې نوي ټاکنې هم شاملې دي، چې پکې د نویو امنیه قومندانانو او مرستیال والیانو معرفی کول هم دي. کارپوهان وايي چې د طالبانو مشر په تیرو څلورو کلونو کې ډیری خپل کسان له یوې دندې بلې ته لیږدولي او نوې څیرې لږ لیدل کیږي.
د مینځني ختیځ انسټیټیوټ راپور ورکړی چې د طالبانو د کابینې جوړښت یو قومي دی او ښځې پکې هیڅ رول نلري. طالبان همدارنګه هڅه کوي چې ټیټ رتبه دولتي بستونه هم په خپلو اړوندو کسانو ډک کړي او د جمهوریت د وخت کارکوونکي کم کړي.