ډان ورځپاڼې د امنیتي مطالعاتو او څیړنو مرکز (CRSS) په حواله راپور ورکړی چې له افغانستان سره د پولې په تړل کیدو سره، په ډسمبر میاشت کې پولې ته څیرمه بریدونه ۱۷ سلنه کم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۲۵ کال د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی و.
شمیرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو دریو میاشتو کې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د ترهګریزو تاوتریخوالو تلفات کم شوي دي
. په نومبر میاشت کې هم بریدونو شاوخوا ۹ سلنه کموالی ښودلی و چې د سرحدي محدودیتونو سره تړاو لري.
که څه هم د پولو تړل کیدو ډیرې اقتصادي او سوداګریزې ستونزې رامنځته کړي، خو راپورونه د امنیتي پیښو په کمولو کې د هغې مستقیم اغیز ښيي.
پاکستان تل ادعا کړې چې وسله وال مخالفین د افغانستان خاوره کاروي، هغه خبره چې طالبان یې ردوي.