د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په داسې حال کې د ټولو اسلامي مذاهبو پیروانو ته د درناوي ادعا کړې چې راپورونه په بدخشان کې د اسماعیلیانو د مذهب د جبري بدلون او د جعفري فقهې د حذفولو هڅې بیانوي.

هغه دا څرګندونې د خپل وزارت په کلني پیام کې کړي دي.


د طالبانو د عدلیې وزیر په ۲۰۲۵ کال کې په روسیه او سعودي عربستان کې په نړیوالو غونډو کې ګډون وکړ او د مذاهبو ترمنځ یې د یووالي خبرې وکړې

. خو په افغانستان کې دننه، مذهبي اقلیتونه د خپلو مذهبي مراسمو په ترسره کولو کې له مخ په زیاتیدونکو محدودیتونو سره مخ دي او د هغوی د حذفولو هڅې کیږي.


سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې په بدخشان کې لسګونه اسماعیلي کورنۍ تر فشار لاندې راغلي څو خپل مذهب بدل کړي.

د طالبانو په وینا او عمل کې دا دوه مخیتوب د بشري حقونو د بنسټونو او اقلیتونو ترمنځ د مذهبي آزادیو په اړه جدي اندیښنې راپارولي دي.

بشريحقونه #طالبان #مذهبياقلیتونه #اسماعیلیان #بدخشان #مذهبيآزادي #جعفريفقه #عبدالحکیم_شرعي #تویری #افغانستان

Author