د افغانستان د ازادۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د فاریاب ولایت په مرکز کې یې د طالبانو پر استیناف محکمې توغندیز برید کړی دی.
سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې په دغه برید کې د طالبانو ۴ غړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
دغه برید په داسې حال کې کیږي چې په شمالي ولایتونو کې د طالبانو د مخالفینو بریدونه ډیر شوي دي.
تر اوسه د فاریاب سیمه ییزو طالب چارواکو د دې پیښې او اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د هیواد په ځینو شمالي سیمو کې امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ بلل کیږي. د سیمې اوسیدونکو د چاودنې غږونه اوریدلي، خو د وژل شویو کسانو دقیق هویت لا نه دی څرګند شوی.