په ایران کې سراسري لاریونونه پنځمې ورځې ته داخل شوي او د دغه هیواد ۳۲ ښارونو ته پراخ شوي دي. راپورونه وایي چې امنیتي ځواکونو پر لاریون کوونکو ډزې کړي چې له امله یې لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي او ۱۱۹ نور نیول شوي دي.
خلکو د ایران د رهبرۍ او سپاه پاسداران پر ضد شعارونه ورکړي دي.
په وژل شویو کسانو کې د ازنا اوسیدونکی ۲۸ کلن شایان اسدالهي او په کوهدشت کې ۲۲ کلن امیرحسام خدایاري فرد شامل دي چې په مستقیمو ډزو ویشتل شوي.
همدارنګه په فولادشهر کې داریوش انصاري بختیاروند هم وژل شوی دی.
دغه لاریونونه چې په پیل کې د اقتصادي ستونزو له امله پیل شوي وو، اوس سیاسي بڼه خپله کړې ده. لاریون کوونکي د “زن زندګي ازادي” شعارونو په ورکولو سره په ایران کې د بنسټیزو بدلونونو غوښتنه کوي.