د افغانستان د آزادۍ جبهې ادعا کړې چې د کندز ولایت په مرکز کې یې په یوه هدفي برید کې د طالبانو دوه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د دې جبهې د خبرپاڼې له مخې، دا پیښه د جمعې په ماښام (۱۲ مرغومی) د «مفتی سراج» جومات ته څیرمه په یوه امنیتي پوستې شوې ده.


ځایي سرچینو د دې نښتې پخلی کړی او وايي چې بریدګرو د طالبانو یو پوځي موټر په نښه کړی دی.

دا برید د کندز ښار په یوه ګڼه ګوڼه سیمه او د امام صاحب بندر په سړک ترسره شوی، چې په ښاري مرکزونو کې د وسله والو مخالفینو نفوذ ښيي.


تر اوسه په کندز کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د آزادۍ جبهې په دې وروستیو کې د هیواد په شمالي ولایتونو کې د طالبانو پر پوستو او ګزمو خپل چریکي بریدونه زیات کړي دي.

کندز #آزاديجبهه #امنیت #طالبان #چریکيبرید #افغانستان #شمال #نښته #امامصاحب #امنیتيخبرونه

Author