د طالبانو مشر، هبت الله اخندزاده، په یو نوي فرمان کې د دې ډلې غړو ته خبرداری ورکړی چې له «بې باورۍ او د یو بل په چارو کې له لاسوهنې» ډډه وکړي.
هغه اوسنی وضعیت یو «لوی ازموینه» بللې او ټینګار یې کړی چې یوازې په تقوا او له غرور او خیانت څخه په لرې والي سره کولی شي خپل واک وساتي.
دا ۱۴ ماده ییز فرمان په داسې حال کې صادیریږي چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د داخلي اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي دي.
د طالبانو مشر په ښکاره توګه له خپلو لاس لاندې کسانو غوښتي چې له هغو کړنو ډډه وکړي چې د درز او بې باورۍ لامل کیږي او د تشکیلاتي اصولو درناوی وکړي.
تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراج الدین حقاني هم د اوسني حساس وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې وه.
شنونکي په دې باور دي چې دا فرمانونه د طالبانو په لیکو کې پر سرچینو او واک د داخلي سیالیو او ډلبندیو په اړه د مشرتابه اندیښنې څرګندوي.