د کډوالو چارو عالي کمیسیون وايي چې یوازې د جمعې په ورځ (۱۲ مرغومی)، ۱۴۴۷ افغان کډوال له پاکستان او ۲۴۲ نور له ایران څخه هیواد ته راستانه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د دغو کډوالو ډیری برخه په جبري توګه ایستل شوي او د تورخم، سپین بولدک، اسلام قلعه او د ورېښمو پل له لارې هیواد ته داخل شوي دي.


د کډوالو د ایستلو دا نوې لړۍ په داسې حال کې ګړندۍ شوې چې په پاکستان کې د پولیسو لخوا د افغانانو سره د ناسم چلند او نیولو راپورونه ورکړل شوي دي. یوه ورځ وړاندې هم له پاکستان څخه تر ۲۰۰۰ ډیر کسان ایستل شوي وو، چې په ګاونډیو هیوادونو کې پر افغان کډوالو د فشارونو زیاتوالی ښيي.


ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې تر ۲.۶ ملیون ډیر کسان افغانستان ته ستانه شوي، چې دې بهیر د هیواد پر محدودو سرچینو دروند بوج اچولی دی. نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې راستنیدونکي د سرپناه او لومړنیو آسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دي او د بې وزلۍ او بشري ناورین ګواښ ورته متوجه دی.

کډوال #افغانستان #پاکستان #ایران #جبريایستل #بشريحقونه #ملګريملتونه #تورخم #سپینبولدک #خبرونه

Author