د یهودو د خبرونو سندیکا په یو نوي تحلیل کې د ایران اوسنی وضعیت بې ساري بللی او لیکلي یې دي چې علي خامنه ای د توندې ژبې سره سره، د ویرې څرګندې نښې لري.

دا تحلیل زیاتوي چې د ډونالډ ټرمپ ګواښونه دا ځل جدي دي او که لاریون کونکي وځپل شي، امریکا به عملي اقدام وکړي .


په ورته وخت کې، ایران ته د روسي او چینایي وسلو د ننوتلو راپورونه خپاره شوي چې اندیښنې یې زیاتې کړي دي. شنونکي په دې

باور دي چې د تهران احتمالي سقوط به د نړۍ لپاره د برلین دیوال د نړیدو په څیر پایلې ولري او د توتالیتاریزم لپاره به لویه ماتې وي .
له بلې خوا، د دیني مدرسې استاد محمد علي جاودان په یو حکومتي مراسم کې اعتراف کړی چې د ایران د رهبر ژوند په خطر کې دی. هغه له پلویانو غوښتي چې د خامنه ای د نجات لپاره دعا وکړي، هغه موضوع چې مخکې هم حکومتی چارواکو ورته اشاره کړې وه .

ایران #خامنهای #ډونالډټرمپ #ایرانلاریونونه #سیمهیزتحولات #سیاست #منځنیختیځ #تهرانبحران #نړیوالخبرونه

Author