د پاکستان امنیتي ځواکونو د کراچۍ په ښار کې د چاودیدونکو توکو د یوې لویې محمولې د نیولو خبر ورکړی دی.
دا توکي چې وزن یې شاوخوا دوه زره کیلوګرامه و، د رئیس ګوټ په سیمه کې په یو بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو .
د کراچۍ پولیسو ویلي چې دا چاودیدونکي توکي د دې ښار په مهمو سیمو کې د پراخو او ویجاړونکو بریدونو لپاره لیږدول کیدل.
د دې محمولې کشف په پاکستان کې د یو ناورین مخه ونیوله .
دا پیښه په داسې حال کې کیږي چې د پاکستان په لویو ښارونو کې د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتوالي په اړه اندیښنې ډیرې شوي دي. امنیتي ځواکونو د دې پیښې د عاملینو د پیژندلو لپاره پلټنې پیل کړي دي .