په برازیل کې ډاکټرانو یوه عجیبه پیښه کشف کړه.

یوې ۳۵ کلنې میرمنې چې ماشوم یې ضایع شوی و، په وینه کې یې د نارینه وو کروموزومونه (XY) وموندل شول. دا په داسې حال کې ده چې هغه په ظاهره پوره ښځه وه.


دې حالت ته په طب کې “کایمریزم” ویل کیږي، چیرې چې یو انسان دوه مختلف ژنیتیکي سیستمونه لري.

ډاکټران هغه وخت پوه شول کله چې دوی غوښتل د ماشوم د ضایع کیدو علت پیدا کړي.
دا پیښه ښيي چې د انسان بدن څومره پیچلی دی. که څه هم د هغې ټیسټونه د نارینه وو په څیر وو، خو بدن یې د ښځو په څیر وده کړې وه. دې کار ساینس پوهان فکر کولو ته اړ کړي دي.

طب #روغتیا #ساینس #ژنیتیک #عجایب #ښځې #برازیل #خبرونه

Author