په ایران کې د خلکو پراخ لاریونونه دولسمې ورځې ته ورسیدل او راپورونه وايي چې دا لړۍ ۳۱ ولایتونو ته غځیدلې ده .

د هرانا بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې تر اوسه په دې لاریونونو کې لږترلږه ۳۴ لاریون کوونکي وژل شوي او تر دوو زرو ډیر نیول شوي دي .


په تهران، مشهد، اصفهان او شیراز کې لاریون کوونکو د حکومت او رهبر پر ضد شعارونه ورکړي دي.

خلک د «مرګ پر دیکتاتور» او نور شعارونه ورکوي چې د وضعیت پر وړاندې د هغوی ژوره غوسه څرګندوي .
شمیرې ښيي چې په تیرو ۱۱ ورځو کې د ایران په ۱۱۱ ښارونو کې په ۳۴۸ سیمو کې لاریونونه شوي دي. امنیتي ځواکونو د لاریونونو د ځپلو هڅه کړې، خو خلک لا هم په سړکونو دي .

ایران #لاریونونه #بشريحقونه #تهران #نیونې #ازادي #منځنیختیځ #سیاست

Author