د افغانستان پیژندل شوی شاعر، لیکوال او ژورنالیست شاه زلمی زلمی له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه چې کلونه یې د کلتور او ادب په ډګر کې فعالیت درلود، د سرطان ناروغۍ له امله په جرمني کې وفات شو .
د هغه د مړینې خبر د کورنۍ غړو او پخوانیو همکارانو تایید کړی دی. زلمی یو له هغو کلتوري څیرو څخه و چې په خپل قلم او شعر سره یې د ادب مینه والو په زړونو کې ځانګړی ځای درلود او مړینه یې د افغانستان د کلتوري ټولنې لپاره یوه ضایعه ده .
کډوالي او له وطن څخه لیرې والی په وروستیو کلونو کې د ډیرو افغان نخبګانو برخلیک و. په مسافرۍ کې د دې شاعر مړینې یو ځل بیا په اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانستان د ادبي ټولنې غم تازه کړ .