په کابل کې د طالبانو د والي دفتر اعلان وکړ چې د شهید څلورلارې د پیښې د قربانیانو کورنیو ته یې نغدې پیسې ویشلي دي. طالبان لا هم ټینګار کوي چې دا پیښه د تیلو د ټانکر د چاودنې له امله وه، خو نورې سرچینې د پاکستان د هوايي برید خبره کوي .
د خبرپاڼې له مخې، د هر وژل شوي کس کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ او ټپیانو ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د پولیسو ویاند مخکې تایید کړې وه چې پاکستاني بې پیلوټه الوتکو په هغه ورځ په کابل کې بریدونه کړي وو .
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې په دې بریدونو کې د پاکستاني طالبانو د قوماندې مرکز په نښه شوی دی. د طالبانو په روایتونو کې تضاد او شته شواهدو د دې خونړۍ پیښې په اړه شکونه زیات کړي دي .