د اروزګان ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د ژوندیو موجوداتو عکس او فلم اخیستل منع دي .
د دغه ریاست رئیس عبدالحد عمري دا پریکړه د رسنیو له مسوولینو سره په یوه ناسته کې شریکه کړې ده .
راپورونه وايي چې طالبانو تر اوسه په ۲۰ ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پر نشرولو بندیز لګولی دی.
دا کار د رسنیو پر فعالیتونو یو بل لوی محدودیت ګڼل کیږي .
طالبان وايي چې دا پریکړه د شریعت له مخې شوې ده. خو خبریالان او د رسنیو ملاتړي وايي چې دا کار به تصویري رسنۍ له فعالیت څخه وغورځوي .