په ننګرهار ولایت کې سرچینې وايي چې د طالبانو په یوه جهادي مدرسه کې چاودنه شوې چې له کبله یې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

دا پیښه د پنجشنبې په ورځ د «سراج العمارت» په ودانۍ کې شوې ده .


د سرچینو په وینا، په قربانیانو کې یو ماشوم هم شامل دی. طالبانو سیمه کلابنده کړې او چا ته د ورتګ اجازه نه ورکوي، ځکه نو د مرګ ژوبلې کره شمیر معلوم نه دی .
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی. ننګرهار پخوا هم د ورته امنیتي پیښو شاهد و چې ډیری وخت یې مسوولیت داعش ډلې اخیستی دی .

ننګرهار #چاودنه #امنیت #طالبان #مدرسه #افغانستان #ترهګري #پیښې

Author