په جوزجان کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې طالبانو د مارشال دوستم یو پخوانی قومندان وژلی دی . دغه قومندان چې یوسف نومیده، د چهارشنبې په ورځ د خواجه دوکوه په ولسوالۍ کې وژل شوی دی .
سرچینې وايي چې طالبانو نوموړی د واده له مراسمو ایستلی او بیا یې پر سر ویشتلی دی. دا پیښه د پخوانیو پوځیانو د خوندیتوب په اړه اندیښنې زیاتوي .
که څه هم طالبانو عمومي عفو اعلان کړې، خو د پخوانیو پوځیانو د وژلو او نیولو راپورونه وخت ناوخت خپریږي. طالبان ډیری وخت دا پیښې شخصي دښمنۍ بولي .