د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارر په یو خبري کنفرانس کې د طالبانو او هند ترمنځ په زیاتیدونکو اړیکو سختې نیوکې وکړې. هغه د طالبانو د کابینې د وزیرانو وروستیو سفرونو ته په اشارې سره پوښتنه وکړه چې له هند سره د طالبانو څه ډول ګډې ګټې دي چې دومره مشورو ته اړتیا لري؟
تارر تور پورې کړ چې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې څخه په ګټې اخیستو په پاکستان کې بریدونه کوي او دا یې یوه بهرنۍ پروژه وبلله. هغه وویل: «دا کوم ډول اسلام دی چې له هند څخه پیسې اخلئ او دلته چاودنې کوئ؟»
پاکستان ادعا کوي چې په ۲۰۲۵ کال کې یې تر ۵ زرو ډیرې امنیتي پیښې ثبت کړي دي. اسلام اباد هند او طالبان د وسله والو په ملاتړ تورنوي، خو طالبانو تل ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کیږي.