راني موکرجي د « Mrs Chatterjee Vs Norway» فلم له بریا وروسته، سږکال د «مردانی» فلم له درېیمې برخې سره سینما ته راستنېږي.
د دغه فلم ټریلر چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، په ټولنیزو رسنیو کې یې بېلابېل غبرګونونه پارولي دي؛ ځینې یې هیله بښونکی بولي او ځینې یې د «ډیلي کرایم» سریال کاپي ګڼي .
دا فلم چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۶ کال په فبروري میاشت کې نندارې ته وړاندې شي، اوس به له وخت مخکې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۳۰مه نېټه سینماګانو ته راشي.
شیواني شیواجي روی، زړوره پولیسه، دا ځل له یوې خطرناکې ښځینه تبهکارې سره مخ کېږي او له دې برخې څخه تمې ډېرې لوړې دي .
د دې اثر لارښود ابهیراج میناوالا دی چې تر دې مخکې یې په لویو فلمونو لکه «ټایگر ۳» او «وار ۲» کې د مرستیال ډایرکټر په توګه کار کړی دی. باید وکتل شي چې آیا دا فلم کولای شي په باکس آفیس کې له سیالو فلمونو سره مقابله وکړي او بریالی شي که نه .