د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پنجشنبه، د مرغومي ۲۵مه، د امریکا په غوښتنه د ایران د وضعیت په اړه غونډه کوي.

دا ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي چې د راپورونو له مخې امریکا په منځني ختیځ کې له خپلو اډو څخه ځینې کارکوونکي وباسي.

ایراني چارواکو ګواښ کړی چې که واشنګټن برید وکړي، په ګاونډیو هیوادونو کې به د امریکا اډې په نښه کړي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې اوس مهال یې د “صبر او انتظار” تګلاره غوره کړې، خو پوځي غوراوی یې نه دی رد کړی.

هغه خبریالانو ته وویل چې داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې په ایران کې د لاریون کوونکو وژل کم شوي دي.

ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د لاریون کوونکو د اعدامولو هر ډول پلان رد کړی دی.


یوه لویدیځ پوځي چارواکي وضعیت د اټکل نه وړ بللی او ویلي یې دي چې د امریکا د احتمالي برید نښې لیدل کیږي.

تهران هڅه کوي چې د پوځي ګواښونو له لارې د کورنیو ګډوډیو پر مهال د بهرنۍ لاسوهنې مخه ونیسي. په سیمه کې وضعیت لاهم ترینګلی او د تیارسی په حالت کې دی.

ایران #امریکا #امنیتشورا #ملګريملتونه #منځنیختیځ #پوځيتوتریخوالی #ډونالډټرمپ #نړیوالخبرونه #تهران #سیاسي_بحران

Author