د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنتکام اعلان کړی چې د ایران د سمندري کلابندۍ له پیله تر اوسه ۵۲ سوداګریزې بېړۍ بېرته د دغه هېواد بندرونو ته ګرځول شوې دي. دا اقدام د امریکا د پوځي فشارونو یوه برخه ده.
دغې قوماندانۍ تایید کړې چې د امریکا الوتکې وړونکې بېړۍ او جنګي کښتۍ په بشپړ ډول دا سمندري کلابندي پلې کوي. ډونالډ ټرمپ هم ټینګار کړی چې د ایران د بندرونو کلابندي به په پوره ځواک سره دوام ولري.
د امریکا ولسمشر ویلي، که څه هم د سوداګریزو بېړیو د تېرېدو پروژه درېدلې، خو د ایران پر وړاندې د دوی پوځي کمپاین بریالی و. هغه اوس له تهران سره د پاکستان په منځګړیتوب د خبرو پایلو ته سترګې په لار دی.
#امریکا #ایران #سنتکام
🌐