په پروان کې د طالبانو امنیه قومندان محمد جاوید ضیاءالرحمن په یوه رسمي ناسته کې حکومتي چارواکي له “چوپان” سره تشبیه کړي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د نیوکو څپې راپورته کړې دي.

هغه د مسؤلیت منلو په موخه ویلي وو چې چارواکي باید له خپلو واکونو ناوړه ګټه پورته نه کړي.


خو د چارواکو لپاره د “چوپان” کلمې کارول او خلکو ته په دې نظر کتل د کاروونکو لخوا سپکاوی ګڼل شوی دی.

منتقدین وایي دا ډول ادبیات د ښاریانو په وړاندې د سپکاوي نښه ده او د خدمت له شعارونو سره اړخ نه لګوي.


ډیری خلکو په مجازي فضا کې لیکلي چې د داسې خبرو دوام د حکومت او خلکو ترمنځ واټن نور هم زیاتوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو لهجه غبرګونونه پاروي او د اوسنیو واکمنانو د سیاسي ادبیاتو په اړه بحثونه راپورته کوي.

پروان #امنیهقومندان #ټولنیزېرسنۍ #نیوکې #افغانستان #سیاسيادبیات #جنجال #ځایيخبرونه #عام_وګړي #حکومتولۍ

Author