د ملګرو ملتونو ویاند تایید کړه چې د دغه سازمان د سرمنشي مرستیاله روزمیري ډي کارلو به د روانې میاشتې تر وروستیو پورې کابل ته سفر وکړي.
دا سفر د دوحې د ناستو د تعقیب او د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره د ډیپلوماټیکو تعاملاتو د پیاوړتیا په موخه ترسره کیږي.
د ډي کارلو د خبرو اصلي چورلیز د یو «اصول لرونکي او عملګرا تعامل» پرمخ وړل دي چې د افغانستان د خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي.
ملګري ملتونه هڅه کوي چې په هیواد کې د روانو بحرانونو لپاره حل لارې ومومي.
دا سفر په داسې شرایطو کې کیږي چې افغانستان له سترو اقتصادي او بشري ننګونو سره لاس او ګریوان دی.
تمه کیږي چې د دې لیدنې پایلې به د نړیوالو مرستو او راتلونکو سیاسي تعاملاتو پر بهیر اغیز ولري .