شهزاده رضا پهلوي په واشنګټن کې په یو خبري کنفرانس کې په ایران کې د “لیږد د رهبر” په توګه خپل رول تشریح کړ.
هغه د یو ۱۷۰ مخیز پلان په وړاندې کولو سره، د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته د اساسي قانون د شورا په جوړولو او ازادو ټاکنو ټینګار وکړ او ویې ویل چې موخه یې خلکو ته د واک د لیږد لپاره تر ټولو چټکه لار ده .
ښاغلي پهلوي په خپلو خبرو کې د ایران د پوځي او امنیتي ځواکونو د ځینو برخو ملاتړ ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د هغه ستراتیژي د هغو کسانو لپاره “خوندي وتل” دي چې لاسونه یې د خلکو په وینو نه دي ککړ.
هغه ټینګار وکړ چې د عراق په څیر د پوځ د بشپړ انحلال غوښتونکی نه دی، بلکه وسله وال ځواکونه د حل یوه برخه ګڼي .
هغه همدا راز د ځمکنۍ بشپړتیا، له سیاست څخه د دین پر جلاوالي او د اتباعو په مساوي حقونو ټینګار وکړ او د مولوي عبدالحمید په څیر شخصیتونه یې د دې اصولو همغږي وبلل.
پهلوي وویل چې نړیواله ټولنه باید د لیږد په دوره کې د کارمندانو د معاشونو په ورکړه کې مرسته وکړي ترڅو اساسي خدمات ګډوډ نشي .
#رضاپهلوي #ایران #دلیږددوره #سیاست #واشنګټن #اسلاميجمهوریت #رژیم_بدلون #سیمه