د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې د سویلي افریقا پیاوړې لوبډلې ته په شاندارې لوبې سره ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړو د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه .


په دې لوبه کې افغان توپ اچوونکو خورا ښه لوبه وکړه؛ عبدالعزیز او خاطر استانکزي هر یو دوه دوه سیال لوبغاړي وسوځول.

که څه هم د سویلي افریقا جیسن رولز ۹۸ منډې وکړې، خو نوره لوبډله ونه توانیدله چې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي .


دې بریا د افغان ځوانو لوبغاړو روحیه د سیالیو د دوام لپاره ډیره لوړه کړې ده.

افغانستان به په خپلو راتلونکو لوبو کې له ویسټ انډیز او تانزانیا سره مخ کیږي او لوړو پړاوونو ته د تګ هیلې ډیرې دي .

#کرکټ #افغانستان #نړیوالجام #سویليافریقا #سپورت #بریا #ملي_لوبډله #ځوانان

Author