په پېښور کې لسګونه افغان هنرمندان چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي، له سختو ستونزو سر ټکوي. دغه کسان وايي چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پېښور کې اوسیږي خو لا هم د دوی حقوقي او اقتصادي برخلیک نامعلوم دی او له بې وزلۍ سره لاس او ګریوان دي.

افغان هنرمند حشمت امید وایي چې هنري فعالیتونه یې په ټپه ولاړ دي او د ژوند شرایط یې ورځ تر بلې سختیږي. د کار نشتون او د قانوني اسنادو نشتوالي د دوی ژوند له ګواښ او مایوسۍ سره مخ کړی دی او د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

دغو هنرمندانو له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د دوی وضعیت ته جدي پام وکړي. دوی هیله لري چې د کډوالۍ دوسیو ته یې رسیدګي وشي ترڅو له دې بد حالت او بې برخلیکۍ څخه خلاصون ومومي او خپل ژوند ته دوام ورکړي .

#افغان_هنرمندان #پېښور #کډوال #افغانستان #پاکستان #حشمت_امید #هنر #نړیوال_بنسټونه #پښتو_خبرونه #موسیقي #د_هنر_ملاتړ

Author