د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې د درملنې لپاره په کوالالمپور کې دی، د مالیزیا له صدراعظم انور ابراهیم سره لیدلي دي. انور ابراهیم روغتون ته ورغلی او د خپل دغه «پخواني دوست» پوښتنه یې کړې ده او ورته یې د روغتیا هیله ښودلې.

د حکمتیار زوی، حبیب الرحمن وايي چې د پلار روغتیایي وضعیت یې ښه دی او د اندېښنې خبره نشته. دا سفر داسې مهال ترسره کیږي چې تر دې وړاندې د طالبانو لخوا پر نوموړي د سفر د بندیز او په کابل کې د محدودیتونو راپورونه ورکړل شوي وو.

حکمتیار چې د طالبانو له راتګ وروسته په کابل کې پاتې و، وروسته له یو لړ ناندریو، له کور څخه د ایستلو او د جمعې د خطبو له بندیز سره مخ شو. اوس مهال هغه د روغتیایي معایناتو لپاره له هېواده بهر دی او وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.

#ګلبدین_حکمتیار #افغانستان #حزب_اسلامي #مالیزیا #انور_ابراهیم #طالبان #سیاست #پښتو_خبرونه #کوالالمپور #روغتیا

Author