د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې اعلان وکړ چې څلور وسله وال هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې د بدخشان له واخان ولسوالۍ څخه دغه هېواد ته واوړي. دا نښته د شمس الدین شاهین په ولسوالۍ کې شوې او پوله ساتو وروسته له هغه ډزې وکړې چې وسله والو تسلیمېدو ته غاړه کښېنښوده. له دغو کسانو څخه کلاشینکوفونه او مهمات ترلاسه شوي دي .
تاجک چارواکو یو ځل بیا د طالبانو ډله د پولې په کنټرول کې په پاتې راتلو تورنه کړې او ویلي یې دي چې د دا ډول پېښو تکرار د کابل لخوا د امنیتي ژمنو ماتول په ډاګه کوي. دوشنبه خبرداری ورکړی چې وضعیت د تاجک ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی، خو د ترهګرو ډلو د نفوذ په اړه اندېښنې پرځای پاتې دي .
دا په داسې حال کې ده چې په همدې جدي میاشت کې هم ورته نښته شوې وه چې پکې دوه تاجک پوله ساتي وژل شوي وو. تر اوسه د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تاجکستان د وسلو د قاچاق او ناقانونه تګ راتګ په اړه پلټنې پیل کړي دي .