د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت د یکشنبې په ورځ د دوحې د سمندري دفاع په نړیوال نندارتون او کنفرانس (دیمدکس) کې د ګډون لپاره قطر ته ورسېد. دا رسمي سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې قطر که څه هم د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني، خو د دې ډلې د سیاسي دفتر کوربه دی او ډیپلوماټیکې اړیکې ورسره لري .
د دیمدکس نندارتون چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۱۹مې تر ۲۲مې نېټې ترسره کېږي، د نړۍ د دفاع وزیرانو او پوځي مشرانو کوربه دی. په داسې یوه غونډه کې د طالبانو د لوړپوړي پوځي چارواکي ګډون، له سیمې بهر د پوځي او سیاسي اړیکو د ټینګولو لپاره د دې ډلې هڅې ښيي .
په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دوحه له افغانستان سره د نړۍ د تعامل لپاره په یوه اصلي ډیپلوماټیک مرکز بدله شوې ده. دا قطر ته د فصیح الدین فطرت دویم سفر دی؛ هغه تر دې مخکې د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې هم دغه هېواد ته تللی و .

قطر #دوحه #طالبان #فصیحالدینفطرت #دفاع_وزارت #دیمدکس #ډیپلوماسي #پوځ #افغانستان #خبرونه

Author