د طالبانو د حکومت د کرنې وزیر د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ هند ته تللی دی. ټاکل شوې چې هغه په دې سفر کې له هندي چارواکو سره د کرنې په برخه کې د عصري ټیکنالوژۍ او تجربو د تبادلې په اړه خبرې وکړي.
د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، له هند سره د افغانستان سیاسي او سوداګریزې اړیکې د پام وړ پیاوړې شوې دي. دا د طالبانو د حکومت څلورم لوړ پوړی چارواکی دی چې په وروستیو میاشتو کې نوي ډیلي ته سفر کوي.
د هند حکومت هم د نږدې اړیکو له ټینګېدو هرکلی کړی او په نوي ډیلي کې یې د افغانستان سفارت افغان ډیپلوماټانو ته سپارلی دی. دا تعاملات په سیمه ییز بهرني سیاست کې مهم بدلونونه په ګوته کوي.
#افغانستان #هند #کرنه #طالبان
🌐