برتانیا تایید کړه چې د ډنمارک د غوښتنې په ځواب کې یې یو پوځي افسر ګرینلند ته استولی دی. دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې ډونالډ ټرمپ امریکا ته د ګرینلند د یوځای کولو او پر مخالفینو د تعرفو د لګولو ګواښ وکړ. د ناټو اروپايي غړي لکه جرمني او فرانسه هم د “شمالي قطب د استقامت” په عملیاتو کې برخه اخلي .
د ډنمارک د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې وضعیت د اټکل وړ نه دی او د دې ماموریت موخه د سیمه ییز امنیت پیاوړتیا ده. که څه هم لندن ویلي چې دا سفر د عادي پوځي پلانونو برخه ده، خو شنونکي یې د واشنګټن د فشارونو پر وړاندې یو ښکاره پیغام ګڼي .
ټرمپ ګواښ کړی هغه هېوادونه چې د ګرینلند له پلورلو سره مخالفت وکړي، له ۱۰ سلنه درنو تعرفو سره به مخ شي. په دې یخ ټاپو کې د اروپايي ځواکونو شتون تر عملیاتي بڼې ډېر، د ډنمارک د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره یو سمبولیک حرکت ګڼل کېږي .

ګرینلند #امریکا #ډونالډټرمپ #برتانیا #ناټو #ډنمارک #سیاسيتاوتریخوالی #پوځي #شمالي_قطب #نړۍ

Author