په هرات کې د یوه ۹ کلن څو ژبي ماشوم څخه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ستاینې، د نیوکو څپې راپارولي دي. حقاني دغه ماشوم “نایاب استعداد” بللی او د ملاتړ ژمنه یې کړې، خو هېوادوال دا کار له زده کړو څخه د میلیونونو نجونو د محرومیت په سیوري کې، ریاکارانه بولي .
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د تېرو ځانمرګو بریدونو په یادولو سره ویلي، چې د حقاني شبکې لاسونه د سلګونو ماشومانو په وینو سره دي. منتقدان پوښتنه کوي چې هغه ډله چې ښوونځي یې تړلي او د عصري زده کړو دښمنه وه، اوس څنګه د استعدادونو لپاره له مور مهربانه شوې؟ .
مدني فعالان ټینګار کوي چې له ماشومانو رښتینی ملاتړ په یادګاري عکسونو نه کېږي. دوی وايي که طالبان رښتیني وي، باید د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او د ماشومانو لپاره له تاوتریخوالي او افراطیت لیرې خوندي چاپیریال برابر کړي .

سراجالدینحقاني #نابغهماشوم #هرات #دزدهکړېحق #دنجونوښوونځي #طالبان #ریاکاري #حقانيشبکه #افغانستان #ټولنیزنقد

Author