د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ویلي چې طالبان لا هم د خلکو نیولو او شکنجه کولو ته دوام ورکوي. هغې د “رواداري” بنسټ راپور ته په اشاره وویل چې د عدالت لپاره باید دا جنایتونه مستند شي .
د رواداري بنسټ ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هدفي او مرموزې وژنې ۳۰ سلنه زیاتې شوي دي. په دې موده کې لږترلږه ۲۵۱ تنه په مرموز ډول وژل شوي چې د وضعیت خرابوالی ښيي .
میرمن اکبر ټینګار وکړ چې قضایي میکانیزمونه کولی شي د بشري حقونو سرغړونکي مسوول وګڼي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان په تیرو څلورو کلونو کې د قومي او مذهبي ډلو د حقونو په پراخ نقض تورن شوي دي .

شهرزاداکبر #بشريحقونه #افغانستان #طالبان #نیونې #شکنجه #عدالت #رواداري #مرموزې_وژنې #خبرونه

Author