د هندي سینما مینه وال نن د بالیوود د مرحوم ستوري سوشانت سینګ راجپوت څلویښتمه کلیزه لمانځي. هغه چې د ۱۹۸۶ کال د جنورۍ په ۲۱ نیټه زیږیدلی و، د انجینرۍ له زده کړو وروسته یې اداکارۍ ته مخه کړه او په مشهورو فلمونو لکه “ایم ایس دهوني” کې یې د خلکو زړونه وګټل .
په ۲۰۲۰ کال کې د هغه ناڅاپي مړینې، چې پولیسو د افسردګۍ له امله ځان وژنه بللې وه، د سینما نړۍ ولړزوله. که څه هم وروستیو راپورونو قتل رد کړ، خو دې پیښې په بالیوود کې د اقربا پرورۍ په اړه توند بحثونه راپورته کړل او خلک یې د سینما له ځینو مشرانو څخه متنفر کړل .
سوشانت چې شاهرخ خان یې خپل ایډیال ګاڼه، په خپل لنډ هنري ژوند کې یې ډیرې لاسته راوړنې درلودې. د هغه یاد د “دل بیچاره” او نورو فلمونو له لارې د مینه والو په زړونو کې ژوندی دی او د هغه د مړینې دوسیه لا هم د ډیرو لپاره یوه معما ده .

سوشانتسینګ #بالیوود #کلیزه #هنديسینما #اداکار #ځانوژنه #افسردګي #شاهرخخان #فلم #یاد

Author