د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په پکتیکا کې یوې غونډې ته وویل چې افغانستان له لسیزو جګړو وروسته سولې ته رسیدلی او نه غواړي چې ناامني ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړي توګه پاکستان ته وغزیږي. هغه پاکستان یو ورور او مسلمان هیواد وباله .
دا نرمې څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د کابل او اسلام آباد اړیکې په وروستیو کې خړې پړې وې. حقاني هڅه وکړه چې د سیمې د سولې لپاره د طالبانو په اراده ټینګار وکړي، که څه هم پاکستان لا هم په پوله کې د وسله والو فعالیتونو په اړه اندیښنه لري . په ورته وخت کې، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم له طالبانو غوښتي چې د سولې په فضا کې د ژوند کولو پریکړه وکړي.
د دواړو لوریو دا څرګندونې د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د اړیکو یو حساس پړاو ښيي .

سراجالدینحقاني #افغانستان #پاکستان #امنیت #طالبان #سوله #پکتیکا #ډیپلوماسي #شهباز_شریف #پوله

Author