په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې چې ګواکې د هند دفاع وزیر راجنات سینګ پکې اسرائیل د طالبانو “نیکونه” بللي دي. هندي رسنیو دا ویډیو جعلي او د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په واسطه جوړه شوې بللې او محتوا یې په کلکه رد کړې ده .
په اصلي وینا کې، د هند دفاع وزیر د افغانستان، پاکستان یا طالبانو په اړه هیڅ یادونه نه ده کړې او یوازې د دفاعي ستراتیژیو په اړه غږیدلی دی. په دې جعلي ویډیو کې هڅه شوې وه چې د هند او اسرائیل ترمنځ اړیکې د طالبانو له ایډیالوژۍ سره وتړي .
د دې ویډیو خپریدل د جعلي خبرونو په خپرولو کې د تکنالوژۍ خطرونه په ګوته کوي. هندي چارواکو ټینګار کړی چې په ویډیو کې شوي ادعاوې هیڅ حقیقت نلري او خلک باید د داسې حساسو موادو په خپرولو کې له دقت څخه کار واخلي .

هند #جعليخبرونه #مصنوعيځیرکتیا #طالبان #اسرائیل #راجنات_سینګ #افغانستان #پاکستان #تکنالوژي #سیاست

Author