د افغانستان د ازادۍ جبهې په کابل کې په چینایانو د وروستي برید په غبرګون کې طالبان د امنیت په اړه په دروغ ویلو تورن کړل. دې جبهې ویلي چې طالبانو لومړی دا پیښه د ګاز ډبې چاودنه بللې وه، خو د داعش لخوا د مسؤلیت منلو د دوی ناتواني په ډاګه کړه .
دغې جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د مرګ ژوبلې د شمیر پټول د طالبانو د تبلیغاتو برخه ده. دوی خبرداری ورکړی چې افغانستان د ترهګرو ډلو په امن پټنځای بدل شوی چې دا د ګاونډیو او سیمې لپاره لوی ګواښ دی .
د ازادۍ جبهې د تاجیکستان په پوله کې وروستیو پیښو ته هم اشاره کړې او هغه یې د ناامنۍ نښه بللې ده. د دوی په باور، د طالبانو واکمني نه یوازې بشري بحران زیاتوي، بلکه په سیمه کې د ترهګرۍ د پیاوړتیا لامل کیږي .