د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي ادعا کړې چې ږیره د خلکو د شخصي حریم برخه نه ده. د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د چهارشنبې په ورځ، د دلوې په لومړۍ نېټه، د حنفي هغه وینا خپره کړه چې پکې د شریعت د تطبیق په نوم د خلکو په ظاهري بڼه کې لاسوهنه توجیه کوي.

حنفي د “شخصي حریم” اصطلاح تر پوښتنې لاندې راولي او وايي چې د محتسبینو دنده د شریعت تطبیق دی. هغه زیاتوي کله چې چا ته د نکتایي نه اغوستلو، دریشي یا حجاب مراعاتولو ویل کیږي، نو باید پوښتنه ونه شي چې ولې داسې محدودیتونه لګول شوي دي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې څو ورځې وړاندې په هرات ولایت کې محتسبینو د محصلینو د فراغت په مراسمو چاپه وهلې وه او د هغوی نکتایي ګانې یې لرې کړې وې. خلک وايي چې د طالبانو لخوا د شریعت سخت دریځه تفسیر د دوی شخصي او ټولنیزې ازادۍ ډېرې محدودې کړې دي.

#افغانستان #طالبان #خالد_حنفي #امر_بالمعروف #بشري_حقونه #شخصي_ازادي #هرات #شخصي_حریم #شریعت #افغاني_ټولنه

Author