د هرات لپاره د طالبانو والي نوراحمد اسلام جار له ترکمنستاني چارواکو او د ټاپي پروژې له مسوول سره په لیدنه کې وویل چې د دې حیاتي پروژې کار به د روان کال تر پایه په هرات کې بشپړ شي.
په دې ناسته کې وویل شول چې تر اوسه د افغانستان په خاوره کې د ګاز نل لیکې د ۹۱ کیلومتره مسیر بستر چمتو شوی دی.
دا لویه سیمه ییزه پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لیږدوي، له کلونو راهیسې د ناامنۍ او سیاسي ستونزو له امله ځنډیدلې وه.
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې اوس د دې کار د پرمخ وړلو لپاره جدي اراده شته.
د دې پروژې بشپړیدل کولی شي ډیری کاري فرصتونه رامنځته کړي او افغانستان ته د پام وړ ترانزیتي عواید راوړي. د هرات والي د کار د چټکتیا لپاره پر بشپړې همکارۍ ټینګار وکړ .